دلغمان حکومتي ادارې څخه يوه درنه هيله !!
 يوسفزى يوسفزى

دلغمان دولايت دقدر وړ والي صيب ښاغليو دملي اردو قومندان،دامنيي قومندان
، دچټک غبر ګون دقطعې قومندان ،دملي امنيت ښاغلى رييس صيب او نورو ټولو
امنيتي ارګانونو ته لمړى سلامونه او بيا غواړم له همدې لارې له تاسو درنو
څخه يوه هيله وکړم الله ج دې وکړي چې ستاسو خواوى پرې بدې نشي .ورورنو
دلغمان اوسني وضعيت ته دلغمان ټول ولسونه حق خيران دي عجيبه ده !په لغمان
کې دملي اردو ، ملي پوليسو ،ملي امنيت دارګانونو په سلګونو سرتيري په
ښکلو رينجرو او پر مختللو وسلو سمبال او دبهرنيو ځواکونو له هر ډول هوايي
او ځمکني ملاتړ څخه برخمن دي او دملت زړه هم دامنيت له پلوه په همدي
ارګانونو ډاډه دى او دملت دامنيت ساتل هم په همدې ارګانونو فرض عين دي خو
سره لدې هم له لغمان څخه هلمند جوړ شوى دى د اليشنګ ، دولت شاه او
الينګار ولسواليو تر نيمايي ډير ې برخې دظالبانو په ولقه کې دي ملت ويرې
او ډار پسې را اخيستى دلغمان اکثريت خلک چې پخواېې دولت خپل زړه او ځان
ګڼه او کلونه کلونه يي په دې نظام کې خدمت کړې يا يي په سياسي يا فرهنگي
يا قومي او يا نورو ټولنيزو برخو کې کار کاوه او س له دولت نه په ويره او
ډار کې ژوند تيروي دلغمان خالي سلاح بيچاره ولس چې نه دطالبانو دزورورو
وسله والو زور لري او نه هم ورته له دولته ابرو او عزت پاتې دى ځکه هر
کله چې ظالبان په دولت حمله وکړي نو بيا خو دولت نه ملامت ګوري او نه
سلامت ټول له يو ه سره په رينجرو کې بار کړي او زندان ته يي يوسي دغه بې
وسه ولس چې له طالبانو پوزې ته راغلۍ او له حکومته يي زهره چودلې له
دولته پوښتنه کوي ؟
چې ولې له دومره دبدبې زور او ځواک سره دراپوته شوو طالبانو مخه نشى
نيولى او تر څو به دا ولس دجنګ په دې اور کې کړيږي دلغمان ښاغلو چارواکو
!
ايا خکومت په همدې ډول کيږي چې دښمن دې درته په دوه کيلو مترۍ کې سنګر
نيولى وي او ته دى په درانه خوب ويده يي .باخبر باخبر چې دا مخالفين ګوره
تر پرونه پورې دغره په څوکو کې هم نه شول ټينګيداى خو نن ستا پوز ته څوکا
ن اړولي ملت له تاسو سخت نهيلى شوى او داسې ورته ښکاري چې ګويا ددو لت
زور نو نور ټول اوبه شو ى دى سره له دې چې په دې دولت کې هرډول زور شته
او هر څه کولى شي خو نه پوهيږم چې دا کوم ډول سياست دې چي نن پکې تاسو دا
ملت ښکيل کړى دى په خپلو مټو خوله لګوۍ خپلو خلکو ته لکه دپاچا باز ان ښه
تکړه ياست چې زندانونه تر ې ډک کړې او سم رسمي دښمن چې ستا په زړه کې
درته سنګر نيولى او ورځ په ورځ يي زور او قوت اضافه کيږي غلۍ ناست يي دا
څۀ حال دى چې په لغمان کې روان دې پرته له هغه چې وسله لري نور ولس په
ژوند پورې پتنګ دى لنډپه دا الينګار کې وګورى چې څه حال روان دى هره ګړى
پکې درز او دروز روان وي پرون ټوله ورځ جنګ وو نن سهار او ماذديګر بيا
جنګ وو بيګا ه ته به بيا جنګ وي سباته بيا او هره ورځ به دا نښتې روانې
وي دا مظلو م ملت له کار او باره وتلى دپهلوان با با دليسې په سلګونه زده
کوونکې له درسه وتلي خلک په دومره ويره او ډار کې دي چې او س دپهلوان
بابا دسيمې خلک خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دى دتيرو لسو کلونو په
ميلونونو ډالرچې دحکومت د ګرا نښت او د ولس دترقۍ لپاره لګيدلي وو په او
بو لاهو شول او نتيجه يي دا شوه چې مخالفين له لسګونو څخه زر ګونو ته
ورسيدل او دالينګار شنه دره يي ددو لت پر مخ سور او ر وګرځوله ان تر دې
چې دمهترلام ښار ټول خلک په دې ډار او ويره کې دي چې مبادا مخالفين ددو ى
کورونو ته ورسيږي نو اخر دادومره ځواکونه دومره طاقت دومره بوديجه کومې
ورځې ته پکارده او چې نن پرې دا خاوره نشې ساتلى نو سبا پرې څه کوى ؟ايا
دافوځيان يواځې همدې ته تکړه دي چې په رينجرو کې دمهترلام ښار په واټونو
کې په يو سلو شل رفتار کې وګرځي کنه ددښمنانو مخ نيوى هم پرې لازم دى.
ولې؟ نن يو دولتي مامور او عسکر داليشنګ او الينګار دروته نشي تللاى او
که ځي نو په لاره يي مخالفين ښکته کوي يايي وژني او يايي دمرګ تر سرحده
وهي
ښاغلو !!
هر حکومت خپل مشروعيت لري هسې نه چې ستاسو په دا ضعيفو ارادو دادولت خپل
مشروعيت له لاسه ورکړي او سبا ورځ نه تاسو په دې خاوره ګرځيدلا ى شى او
نه مونږ غوندې دنظام واړه واړه انسانان
زما هيله داه چې او درنو او والاشان مشرانو !!!!!!!
داحکومت دومره بې زوره او بې واکه بزدله او ډارن ندى لکه څرنګه چې ېې
تاسو دخلکو په ستر ګو کې انځور عملي کړى دى دا حکومت ښه تکړه زورور او
دهر ډول دفاع توان لرې .
زمونږ هيله داده مهرباني وکړى که دا ملت ساتلاى شى ډيره ښه او کنه
دپهلوان بابا په پوستو هره ګړى ډزي روانې وي له مرکز مهتر لام دار حرب له
الينګاره دغزې تراړه جوړه وي له اليشنګ او دولت شاه باړه او له ګړوچ او
بادپښ هلمند جوړ وي طالبان د الينګار سياسي او نظامي واکمن داليشنګ او
دولت شاه پاچايان وي او يو عادي عسکر هم خپل کورته نشي ورتللاى
نو بيا خو ولا چې دشرم خبره ده چې په دې حال دې تاسو مشران ياست او مونږ
مو کشران او دا ملت مو په اين او ان يرغمل نيولى وي بيا خو دنرانو غوندې
استعفا وکړى پريږدې دې څوکيو ته داسي څوک راشي چې ددې ملت ژوند تامين کړي
او خلک له دا ابدي کشمکش څخه وژغوري چې نه بيګناه خلک وزوروي او نه
ګنهګار دغرونو په سرونو کې پريږدي او دى ملت ته يو ه ريښتينى له امن او
امانه ډک ژوند راوړي


November 22nd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات